ایران د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې پر خلاف سخت غبرګون وښود

ایران  د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې پر مخ خپل هوايي حریم او مځکنۍ پوله وتړله.

813506
ایران د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې پر خلاف سخت غبرګون وښود

ایران  د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې پر مخ خپل هوايي حریم او مځکنۍ پوله وتړله.

د عراق د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي په پلازمینه تهران کې خبري غونډې ته وویل « د عراق د مرکزي دولت  د ملي یووالي او ارضي تمامیت نه  ملاتړ کوو. د عراق د مرکزي دولت په غوښتنه مو  د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې پر مخ هوايي حریم  او مځکنۍ پولې وتړلې. »

هغه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایران به ددینه وروسته  د عراق په شمال کې د فدرالي ادارې پر خلاف څه ډول ګامونه اوچت کړي داسې وویل، پدې اړه څه ویل د وخت نه وړاندې خبره ده  . د ایران حکومت چې هر ډول پریکړه او تصمیم ونیسي هغه به د ټولو سره  شریک کړو.

د ویلو ده چې د عراق په شمال کې  فدرالي اداره نن  دوشنبه  د سپتمبر ۲۵ مه  د عراق نه د جلا کیدو او خپلواکۍ په خاطر  ټولپوښتنه کوي.

د عراق په شمال کې  فدرالي اداره پداسې حال کې دا ټولپوښتنه ترسره کوي چې ټوله نړۍ ورسره  سخت مخالفت کوي. د عراق مرکزي حکومت  دا ټولپوښتنه ردوي او په رسمیت يي نه پیژني. همداشان ترکیه، ایران  او امریکا هم  ددې ټولپوښتنې سره سخت مخالفت کوي.

ترکیه وايي چې دا ټولپوښتنه  به په سیمه کې نوو نښتو او جګړو ته لار جوړه کړي.

د بله پلوه  یو څه مخکې د ایران د ولسمشر لومړي وزیر نوري المالکي ویلي وو چې  نه غواړي  په سیمه کې دویم د اسراییلو حکومت  جوړ شي. هغه ویلي وو چې دا په ښکاره توګه د اسراییلو پلان  دی.



اړوند خبرونه