په سوريه كې  د امريكا دومخى او خطرناك سياست

د امريكا متحدو ايالتونو د ۱۹۹۱م كلونو راهيسې نړۍ ته او په ځانګړي توګه د منځني ختيځ او شمالي افريقا ځينو هېوادونو ته د تش په نام ديموكراسۍ په صاردولو پيل وكړ.

785471
په سوريه كې  د امريكا دومخى او خطرناك سياست

 

د امريكا متحدو ايالتونو د ۱۹۹۱م كلونو راهيسې نړۍ ته او په ځانګړي توګه د منځني ختيځ او شمالي افريقا ځينو هېوادونو ته د تش په نام ديموكراسۍ په صاردولو پيل وكړ.

پدې موده كې د امريكا لخوا د ديموكراسۍ د صادرولو د ناوړه پايلو نه تر ټولو زيات د عراق، سوريې، افغانستان او سوماليا هېوادونه اغېزمن شول. پدې هېوادونو كې شاوخوا ۵ ميليونه وګړي ووژل شول چې اوس هم جګړه روانه ده. تر ۱۹۹۱يمو كلونو پورې د افغانستان پرته په سوريه، عراق او سوماليا كې حالات نسبتاً ښه ول. په عراق كې د صدام رژيم استقرار رامنځته كړى وو. امريكا او متحدينو يې پر عراق باندې د اتومي او كيمياوي وسلو د شتوالي په بهانه يرغل وكړ چې د كلونو وروسته پخپله امريكايي چارواكو اعتراف وكړ چې په عراق كې كيمياوي وسلې نه وې.  په سوماليا او سوريې كې هم حالات د اوس په پرتله ښه ول.

دا دى امريكا يو ځل بيا غواړي چې په سوريه كې د واى پي جي د ترهګرې ډلې په لاس تش په نامه ديموكراسي پلې كړي. 

تېره اونۍ په ټولنيزه مېډيا كې داسې يوه ويډيو خپره شوه چې د سوريې په شمال كې د يوې ويجاړې شوې ودانۍ ديوال ته ناست يو ځوان چې لاسونه يې تر شا تړل شوي دي، په معصومانه آواز په كردي ژبه وايي چې ما مه وژنئ.

دا ځوان په حقيقت كې هغو وسله والو ترهګرو ته چې ماشه په لاس يې په سر ولاړ دي، زارۍ كوي تر څو يې ونه وژني. دا ځوان د مرګ او ژوند د نري تار پر سر ولاړ دى او نه پوهيږي چې څو ثانيې وروسته به څه كيږي. په همدې فلم كې دوه تنه وسله وال چې پر اوږه يې د امريكا په ملاتړ د واى پي جي د ترهګرې ډلې نښانونه ټومبل شوي دي هم ليدل كيږي. د دوى ترمېنځ يو تن چې نسبتاً چاغ دى بيا هم په كردي ژبه او قهرجنه لهجه ځوان ته ځواب وركوي:

تا امر پر ځاى نه كړ. په جګړه كې دې ګډون ونكړ. پدې ډول د كردانو سپكاوى وكړ او د سپكاوي سزا مرګ دى. ددې سره سم د كلاشينكوف په واسطه پرې ډزې كوي. وروسته يې بل وسله وال ملګرى هم ډزې كوي. دا كردي ځوان چې نه يې غوښتل چې په جګړه كې ګډون وكړي، په داسې حال كې په مرميو وويشتل شو چې لاسونه يې تر شا تړلي وو.

...

د امريكا په ګډون د ټولې اروپا هېوادونه عبدالله اوجلان د ترهګر په توګه پېژني.  حتى امريكا ددې ترهګر د نيولو په برخه كې د تركيې سره مرسته هم كړې وه. اوس د همدې ترهګر تر مشرۍ لاندې واى پي جي سره په سوريه كې د امريكا متحده ايالتونه مرسته كوي. دا ترهګر د سوريې په شمال كې هغه كردان چې د دوى سره د يو ځاى كېدلو نه ډډه كوي، تبعيدوي. هغه كسان چې نشي كولاى چې خپل كور او كلى پرېږدي بيا د همدې شل كلن ځوان په څېر د دوى لخوا په مرميو ويشتل كيږي.

نن ورځ د امريكا د متحدو ايالتونو په ملاتړ واى پي جي شاوخوا ۷۰۰ زره كردان په زوره تبعيد كړي دي. واى بي جي چې ځان په سوريه كې د كردانو استازى بولي د سوري كردانو د يو ميليون نفوسو نه يې ۷۰۰ زره له سيمې شړلي دي. شړل شوي كردان  بيا ټول تركيې ته راغلي دي.  تركيې دوى ته خپله غېږه پرانيستې ده او د نورو سوري كډوالو سره په ګډه يې خدمت كوي.  دا په داسې حال كې ده چې اروپايي ېې هېوادونه پر تركيې تور لګوي چې ګويا  كردانو حقونه يې تر پښو لاندې كړي دي.  د نا رسمي شمېرو له مخې په تركيه كې شاوخوا ۵۰۰ زره سوري كردان اوسيږي چې د دولت سره هېڅ ستونزه نه لري.  دا كردان چې د بشار اسد د رژيم پر مهال حتى د هويت كارت هم نه درلود اوس د تركيې د جمهوريت لخوا ورته تابعيت وركول كيږي. د دوى د تركيې په هر ځاى كې د كار كولو او اقامت حق لري او په هر سكتور كې فعاليت كولاى شي. د دوى يوه زياته برخه په پلازمېنه انقره او استانبول كې اوسېږي.


پيوندونه: #امريكا

اړوند خبرونه