د قطر امیر د ۴ عربي هیوادونو سره د روان بحران په اره ازونې وکړې.
د قطر امیر وویل چې هیواد يي د پخوا په پرتله لا پسې قوي او ځواکمن دی
د قطر امیر د ۴ عربي هیوادونو سره د روان بحران په اره ازونې وکړې.
د قطر امیر شیخ تمیم وویل چې هیواد يي د ۲۰۱۷ کال د جون د پنځمې د بحران سره لا قوي او حکومت او خلک لا زیات کار کولو ته هڅول شوي دي.هغه زیاته کړه چې د خلیج هیوادونو سره د مذاکراتو له لارې د ستونزې حل ته تیار دی.
د نوموړي هیواد د رسمي خبري اژانس د خبر له مخې شیخ تمیم د وزایرانو شورا په غونډه کې د سعودي په مشرۍ د ۴ عربي هیوادونو سره د روان بحران په اړه خبرې وکړې.
هغه زیاته کړه « دم ګړۍ قطر د قطر د خلکو او نورو ټولو لپاره د ۲۰۱۷ کال د جون د میاشتې نه د مخکې دورې په پرتله په یو ډیر جلا موقف کې قرار لري. قطر د افتخاراتو ډک تاریخ لري. د سعودي په مشرۍ د ۴ هیوادونو سره روان بحران قطر لا پسې قوي او حکومت او خلک يي لا زیات کار کولو ته هڅولي دي.»
هغه د ۲۰۳۰ کال د ټاکلو هدفونو په اهمیت د ټینګار سره وویل « په اساسي پراختیايي پروژو د کار ترڅنګ باید ورځنی نورمالې چارې باید د ډیر لوړ کیفیت سره دوام وکړي. د ملي امنیت، اقتصاد، کرنۍ او طب په برخو کې په ځان پوره باور ډیر ځانګړی اهمیت لري. د راتلوونکي په پروژو کې باید تر هر څه زیات د کورنیو چارو ، اقتصاد، امنیت، روغتیا او پوهنې برخو ته ډیره زیاته پاملرنه وشي.»
هغه وویل چې قطر د سعودي په مشرۍ د ۴ عربي هیوادونو سره روانه ستونزه د سولې او خبرو اترو له لارې د حل پلوي کوي. هغه زیاته کړه چې د سولې او خبرو اترو مذاکرات باید په مشروط ډول نوي. د تحمیل او زور نه پکې باید کار وانخیستل شي.