مصر د یوسف القرضاوي د کورنۍ د غړیو په نیولو پيل وکړ

مصر یوې محکمې  د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې  مشر د یوسف القرضاوي  د لور  او زوم  د نیولو  پریکړه وکړه.

763829
مصر د یوسف القرضاوي د کورنۍ د غړیو په نیولو پيل وکړ

 مصر یوې محکمې  د اسلامي علماو د نړۍوالې ټولنې  مشر د یوسف القرضاوي  د لور  او زوم  د نیولو  پریکړه وکړه.

د یوسف القرضاوي د لور  العلا القرضاوي  د مدافع وکیل احمد ابو العلا ماضي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د مسر د ملي امنیت محکمې  د اخوان المسلمین سازمان  د غړیتوب په بهانه   د العلا القرضاوي او د هغه د میړه  د حزب الوسط مخالف ګوند  مشر  حسام خلف  د نیولو  حکم وکړ.

محکمې  نوموړي  په ۱۵ ورځو حپس  محکوم کړي دي.

ماضي  خبریالانو ته وویل  چې  د ملي امنیت محکمې ویلي دي چې دا پریکړه يي  د اخوان المسلمین  سازمان  کې  د هغوې د غړیتوب  د مسلې د څیړولو  او پدې اړه  د لا ښو تحقیقاتو د کولو په خاطر کړې ده.

د القرضاوي  د لور د مدافع وکیل  وویل چې  د مصر پولیسو  د تیرې جمعې  ورځې  په ناوخته  ساعتونو کې  د القرضاوي  لور او زوم  د مصر په شمال ختیځ کې  چې د کمکي اختر په رخصتۍ  تللي  وو  نیولي دي.



اړوند خبرونه