تركيه په قطر كې نظامي هډه جوړي.

تركيه په پام كې لري چې په قطر كې يوه نظامي هډه جوړه كړي. په همدې موخه يې سيمې يو شمېر سرتيري لېږلي دي.

748845
تركيه په قطر كې نظامي هډه جوړي.

 

پدې اړه د قطر د بهرنيو چارو وزير وويل چې تركي ځواكونه د سيمې د امنيت لپاره ځانګړى اهميت لري.

قطر چې اوسمهال د خپلو ګاونډيو هېوادونو لخوا له ترهګرۍ نه په ملاتړ تورن شوى او تر ډيپلوماټيك فشار لاندى دى، په خپل هېواد كې د تركي ځواكونو لپاره د يوې هډې د وركولو پر سر هوكړه كړې ده.

ددې هېواد د بهرنيو چارو و زير محمد بن عبدالرحمن الثاني وويل چې قطر د خپل تېر برياليتوب له امله تجريد شوى دى چې دا به د سيمې ثبات ته زيان ورسوي. نوموړي زياته كړه چې اوس هم د ډييلوماټيكو لارو د ستونزې د آواري په موخه هلې ځلې كوي. دا ډول دښمني مو د دښمنو هېوادونو لخوا هم نه وه محسوسه كړې.``

الثاني، هېواد ته د تركي ځواكونو د ورتګ په اړه وويل چې دا د سيمې د ټول ثبات لپاره ځانګړى اهميت لري.

تر اوسه پورې لا معلومه نه ده چې تركيه به په سيمه كې د نظامي هډې تر جوړولو وروسته څومره سرتيري سيمې ته ولېږي.  


پيوندونه: #قطر , #تركيه , #نظامي هډه

اړوند خبرونه