یمن هم د قطر سره خپلې اړیکې پرې کړې
یمن حکومت چې د سعودي عربستان ملاتړ تر شا لري د قطر سره اړیکې وشلولې
745690
د یمن حکومت هم د قطر سره د ډیپلوماتیکي اړیکو د پرې کولو پریکړه وکړه.
یمن پنځم هیواد دی چې نن دوشنبې د جون پنځمه د قطر سره د ډیپلوماتیکي اړیکو د شلولو اعلان کوي.
د ویلو ده چې نن د سهار په وختي ساعتونو کې لومړی بحرین د قطر سره د هر ډول ډیپلوماتیکو اړیکو د شلولو نه خبر ورکړ.
همداشان د بحرین نه لنډه موده وروسته سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او مصر هم د قطر سره د ډیپلوماتیکي اړیکو د شلولو نه خبر ورکړ.
نوموړي هیوادونه قطر په سیمه کې د ترهګرو او ایران پلوو ډلو نه په ملاتړ تورن کړی دی . بحرین قطر په خپلو کورنیو چارو کې په مداخلې هم تورن کړی دی .