داعش ترهګرې ډله قتل عامونو ته دوام ورکوي.
داعش ترهګره ډله په بې رحمۍ کې سرحد نه پیژني
داعش ترهګرې ډله قتل عامونو ته دوام ورکوي.
داعش ترهګرې ډلې داځل د عراق د موصل په ښار کې ۱۹ تنه ملکي وګړي چې د جګړې د سیمې نه د تیښتې هڅه کوله ونیول او ټول يي ووژل .
وژل شوي کسان د دوو کورنیو غړي وو. په وژل شوو کسانو کې ښځو او ماشومانو هم شتون درلود.
په موصل کې د عراقي ځواکونو یو تن قومندان مظفر عبدالله د انادولو خبري اژانس ته ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې د دوو کورنیو ټول غړي د یو بل د سترګو پر وړاندې یو یو وواژه.
هغه ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې د موصل ښار په شمال السکینه سیمه د دوو کورنیو ۱۹ تنه غړي چې ښځو او ماشومانو هم پکې شتون درلود او د سیمې نه يي د تښتیدو هڅه کوله ونیول.
داعش ترهګرې ډلې دا کسان ټول ووژل او وروسته يي ورته جسدونه د سړک په غاړه غورځولي دي.
داعش د سیمې د خلکو د ډارولو په خاطر وخت نا وخته دا ډول قتل عامونه کوي.
د بله پلوه د عراقي ځواکونو یو تن بل قومندان عباس الجحیشي ویلي دي چې د موصل ښار په شمال لویدیځ کې ددوې په سرتیرو د تصفیوي عملیاتو پر مهال چاودنه وشوه چې ۲ تنه مړه او ۷ تنه نور تپیان شول. د ټپیانو روغتیايي حالت باریکه ښودل شوی دی.
داعش ترهګرې ډلې چې په عراق او سوریه کې تر ۶۰ ډیرې سیمې د لاسه ورکړي په هر لوري بریدونه کوي.