اسراییلو پوځ په سوریې بریدونه وکړل.
د اسراېیلو پوځ د سوریې له لورې پر دوې د راکټي بریدونو د ادعا سره په سوریې د توپخانې بریدونه وکړل.
اسراییلو پوځ په سوریې بریدونه وکړل.
د اسرایلیو پوځ د سوریې له لورې پر دوې د راکټي بریدونو د ادعا سره په سوریې د توپخانې بریدونه کړي دي.
د اسراییلو د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د سوریې له لوري ددوې تر اشغال لاندې د ګولان په تپو دوه راکټي بریدونه وشول چې دوې په ځواب کې په سوریې بریدونه وکړل.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د سوریې لخوا په ترسره شوو راکټي بریدونو کې چاته ځانی زیان ندی اوښتی.
د اسراییلو ځواکونو د نوموړو بریدونو په ځواب کې په سوریې د توپخانې پراخه بریدونه کړي دي.
د ویلو ده چې اسراییلو تیره میاشت هم په سوریه کې د اسد تر کنټرول لاندې په ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي وو چې اسد رژیم يي په ځواب کې د اسراییلو یوه جنګي الوتکه ویشتې وه.
د ویلو ده چې اسراییلو پوځ وخت په ناوخته د سوریې له لورې پر دوی د راکټي بریدونو د ترسره کیدو په بهانه په سوریې هوايي ، د توغندیو او توپخانې بریدونه کوي.