د مصر نه دا ځل په اسراییلو راکټي برید وشو.
د اسراییلو د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د مصر د سینا ټاپو نه پر دوی راکټي برید شوی دی.
709429
د مصر نه دا ځل په اسراییلو راکټي برید وشو.
د اسراییلو د دفاع وزارت اعلان کړی دی چې د مصر د سینا ټاپو نه پر دوی راکټي برید شوی دی.
توغندی د اسراییلو د اسخول په سیمه کې په استوګنځایونو لګیدلی دی .
د اسراییلو د دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې د برید له امله د ځاني زیانونو اړوند څه ندي ویلي.
اسراییلو ویلي دي چې د سیمې نه د احتمالي بریدونو د شنډولو په خاطر يي خپل دفاعي سیستمونه فعاله کړي دي.
د سیمې میشتو خلکو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د زورورې چاودنې غږ يي اوریدلی دی.
د مصر نه پداسې حال کې په اسراییلو راکټي برید کیږي چې پرون په نوموړي هیواد کې د تانتا او اسکندریه په ښارونو کې په دوو کلیساګانو جلا جلا بریدونه وشول .
د مصر د تیرې ورځې په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۳ تنه مړه او ۱۱۹ تنه نور ټپیان شوي دي.