حوثي یاغیانو یو ځل بیا په سعودي عربستان خونړي بریدونه وکړل.
حوثي یاغیانو د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان په بعضو سیمو بریدونه وکړل
حوثي یاغیانو یو ځل بیا په سعودي عربستان خونړي بریدونه وکړل.
حوثي یاغیانو د یمن د خاورې نه د سعودي عربستان په بعضو سیمو بریدونه وکړل چې په پایله کې یو تن سرتیري او یو ماشوم ژوند د لاسه ورکړ او ۲ تنه ماشومان ټپیان شوي دي.
د سعودي عربستان رسمي خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د ویاند له قوله په خپور کړي خبر کې ویلي دي ، حوثي یاغیانو د یمن سره په پوله کې د سعودي عربستان د عسیر په سیمه په ترسره کړي برید کې د سرحدي ځواکونو یو تن سرتیری وژلی دی .
د بله پلوه د سعودي عربستان د نجران د ښار د ملکي خوندیتوب ادارې ویلي دي چې د یمن له لورې نه د ترسره شوي راکټي بریدونو له امله یو تن ماشوم ژوند د لاسه ورکړی او او پلار په ګډون يي د تنه نور ټپیان شوي دي.
د ویلو ده چې حوثي یاغیان وخت نا وخته د یمن سره په پوله کې په پرتو د سعودي عربستان په ښارونو راکټي او د توغندیو بریدونه کوي.