د مصر سترې محکمې حسنې مبارک ته برائت ورکړ
د مصر سترې محکمې پخواني ولسمشر حسنې مبارک ته برائت ورکړ.
د مصر سترې محکمې پخواني ولسمشر حسنې مبارک ته برائت ورکړ.
د مصر عالي محکمې ویلي دي چې حسنې مبارک په ۲۰۱۱ کال کې د مظاهرو پر مهال د وژل شوو کسانو مسئول دی. محکمې د حسنې مبارک د برائت حکم وکړ.
د مصر عالي محکمې ویلي دي چې دا پریکړه نهايي پریکړه ده او هیڅوک پرې د اعتراض حق نلري.
د یادولو وړ ده چې په مصر کې په ۲۰۱۱ کال کې په مظاهرو کې تر ۸۰۰ تنو ډیرو کسانو ژوند د لاسه ورکړ. مبارک ددې کسانو د وژنې اصلي لامل بلل کیده.
د همدې امله د حسنې مبارک پر خلاف د بې ګناه مظاهره کوونکو د وژلو د امر کولو په خاطر په محکمه کې اقامه د دعوا وشوه.
په ۲۰۱۲ کال کې په مصر کې یوې محکمې حسنې مبارک پړ وباله د ټول عمر لپاره يي په بند محکوم کړ.
د حسنې مبارک د مدافع وکیلانو د محکمې په پریکړې اعتراض وکړ او دعوا يي تمیز محکمې ته انتقال کړه.
د مصر تمیز محکمې له سره د حسنې مبارک د محاکمه کوله پریکړه وکړه.
د نوموړې محاکمې په پای کې عالي محکمې د هغه د بې ګناهۍ حکم وکړ.