اسراییلو په غزې یو ځل بیا د پراخو بریدونو پيلولو ګواښ وکړ.
اسراییلو غزې ته ګواښونه پيل کړل
اسراییلو په غزې یو ځل بیا د پراخو بریدونو پيلولو ګواښ وکړ.
د اسراییلو د یدیعوت احرونوت ورځپاڼې د خبر له مخې د نوموړي هیواد د پوهنې وزیر او د یهودي کور ګوند ښې اړخه افراطي مشر نفتالي بنت ویلي دي چې د غزې پر خلاف د سترې جګړې پيلیدل ډیر لیرې نښکاري.
هغه ویلي دي چې د غزې پر خلاف یو ځل بیا د پراخه جګړې اعلانول ډیر زیات رانږدې شوي دي. اصلي مسله د جګړې د پیلیدو یا نه پيلیدو نده ، اصلي مسله د جګړې د پیلیدو د وخت ده. دا چې دا جګړه به څه وخت پيلیږي دا ډیره مهمه مسله ده.
اسراییلي وزیر ویلي دي چې په غزه کې د حماس ډله د بیارغونې پر ځای خپلې ټولې مالي سرچینې د جګړې په تیاریو او د جګړې په سامان آلاتو په مصرف رسوي.
اسراییلي وزیر ویلي دي چې د لبنان او غزې نه د اسراییلو پر وړاندې تهدیدونه دوام لري. د اسراییلو حکومت باید دې تهدیدونو ته ډیر سخت ځواب ورکړي.
اسراییل باید پدې جګړه کې مساوي نه بلکې بری ترلاسه کړي.
د بله پلوه د اسراییلو د کور جوړونې وزیر د پوځ د راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې په راتلونکي پسرلي کې د حماس سره جګړې ته پوره تیاری لرو.
هغه وویل چې ددې ډول جګړو اصلي لامل د حماس ډله ده. ځکه چې د حماس ډله د تونلونو کیندونو ، په اسرایلیانو بریدونو او د راکټونو جوړولو ته دوام ورکوي.