د روسيې - تركيې ګډ هوايي عمليات

د دواړو هېوادونو جنګي جټ الوتكو نن په سوريه كې د داعش پر مورچلو باندې هوايي بمباري وكړه.

654493
د روسيې - تركيې ګډ هوايي عمليات

 

 

 

د روسيې د دفاع د وزارت يو تن چارواكي جنرال سرګي رودسكوى څرګنده كړه چې نن د تركيې او روسيې هوايي ځواكونو په ګډه په سوريه كې عمليات ترسره كړل.

پدې عملياتو كې چې د سوريې د حكومت په رضا ترسره شوي دي، د تركيې اته جنګي جټ الوتكو او د روسيې لخوا لس بېلابېلو الوتكو ګډون كړى وو.

پدې عملياتو كې د سوريې په شمال كې د داعش اړوند ۳۴ هدفونه وويشتل شول.

دا په داسې حال كې ده چې د ۲۰۱۵م كال په وروستيو كې د تركيې لخوا د يوې روسۍ جنګي الوتكې د را پرځول كېدو وروسته د دواړو هېوادونو ترمېنځ اړيكې ترينګلې شوې وې.

دا په تاريخ كې لومړى ځل دى چې د تركيې او روسيې وسله وال پوځ په يو بل هېواد كې ګډ عمليات ترسره كوي.



اړوند خبرونه