د داعش او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو ترمنځه د نږدې همکارۍ ښکاره بیلګه وموندل شوه
د داعش او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو ترمنځه د اړیکو او نږدې همکارۍ یوه بله ښکاره بیلګه د عراق د موصل په ښار کې ولیدل شوه.
د داعش او فتح الله ګولن ترهګریزو سازمانونو ترمنځه د اړیکو او نږدې همکارۍ یوه بله ښکاره بیلګه د عراق د موصل په ښار کې ولیدل شوه.
د داعش ترهګرې ډلې د عراق د موصل ښار د نیولو سره یواځې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان خصوصي ښوونځیو سره لاس ندی وهلی. د عراق د پوځ د موصل ښار د بیرته نیولو د عملیاتو د قومندانانو نه حسین قاسم امیري د ینې شفق ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې « د داعش ترهګرې ډلې په موصل ښار کې یواځې د د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ښوونځي سره لاس ندی وهلی. د موصل سویل لویدیځ سیمې د داعش ترهګرې ډلې د تصفیه کولو نه وروسته د داعش عمومي قرارګاه په دوه کیلومترۍ کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ښوونځی ولید چې د تیرو ۲ کلونو راهیسې ورسره چا لاس هم نه وو وهلی. . »
هغه ویلي دي پداسې حال کې چې د داعش ترهګرې ډلې په موصل ښار کې په لاتینو حرفو یوه لوحه نده پریښې او د ښار د ټولو ښوونځیو او پوهنتونونو په دیوارونو يي خپل مهرونه لګولي دي خو د فتح الله ګولن ښوونځیو ته يي لاس هم ندی ور وړی.
هغه ویلي دي چې په ۲۰۱۲ کال کې د ښار په نقشه کې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان ښوونځې لیدل کیده. مونږ فکر کولو چې دا ښوونځی به له منځه تللی وي او د داعش لخوا به وران شوی وي خو کله چې سیمه مو ونیوله یواځې د فتح الله ګولن ښوونځی روغ رمټ پاتې دی.
هغه وویل چې دې مسلې زمونږ سره ځیني پوښتنې پیدا کړي دي.
هغه ویلي دي چې نوموړی ښوونځی د داعش لخوا د سیمې د نیولو نه وروسته یواځې ۳ میاشتې تړل شوی وو چې وروسته د ۴ تنو لخوا پرانیستل شوی دی.
د سیمې خلکو ویلي دي چې داعش د سیمې د نیولو نه وروسته ددې ښوونځي په طرف ندي راغلي .
حتا د ښوونځي دننه ته ننوتلي هم ندي. د سیمې خلکو ویل په پیل کې مونږ فکر کولو چې داعش ددې ښوونځي نه د استخباراتو د مرکز په توګه کار اخلي. ځکه چې ددې ښوونځي زده کوونکي په ځانګړو موټرو کې پخپله د داعش د غړیو لخوا وړل راوړل کیدل.
خو وروسته مو ولیدل چې دا د داعش مرکز نه بلکې ښوونځی دی.
عراقي قومندان ویلي دي چې ددې ښوونځي سره د داعش د چلند په اړه يي ډيرې زیاتې پوښتنې پيدا شوي دي او پدې اړه يي څیړنې پیل کړي دي.
د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۷ مه نیټه د عراق موصل ښار ونیولو.
د عراق پوځ د ترکیې لخوا د روزل شوو پیشمرګه ځواکونو او نړۍوالې ټولنې په ملګرتیا د تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د یاد شوي ښار د بیا نیولو عملیات پيل کړل. د عراق پوځ د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې تر اوسه پورې د موصل یو زیات شمیر سیمې د داعش نه بیرته نیولي دي.