د اسد ځواکونو د حلب په ختیځ کې ۸۰۰ تنه ملکي وګړي برمته ونیول
د حلب نه د ملکي وګړو د تخلیې چارې یو ځل بیا وځنډول شوې
په سوريه كې د اسد رژيم وسله والو ځواكونو او پلوي بهرنيو ترهګرو د حلب په ختيځ كې د محاصرې سیمه کې۸۰۰ تنه ملكي وګړي برمته نيولي دي.
د اسد رژيم اړوند ځواكونو د ملكي وګړو په كتار چې د حلب ښار نه د وتو په حال كې ول بريد وكړ او ۸۰۰ تنه ېې برمته كړ.
د بله پلوه په هغه سيمه كې چې ملكي وګړي په بسونو كې ځاي ځاي كيدل د چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.
د چاودنو نه وروسته د ملکي وګړو د تخلیې چارې ځنډول شوي دي.
همداشان د اسد رژیم ځینو پلوي جنګیالیو د ملکي وګړو په کتار بریدونه کړي دي.
د یادولو وړ ده چې د حلب ښار نه د پرون راهیسې جمعآ څه باندې ۸ زره تنه ملکي وګړي خوندي سیمو ته استول شوي دي.
د ویلو ده چې د نوموړو ملکي وګړو یوه برخه ادلیب ښار او یوه برخه ترکیې ته راانتقال شوي دي.
همداشان د حلب نه تخلیه شوي ټپیان د درملنې په موخه ترکیې ته راوړل شوي دي.