د عراق په پلازمینه بغداد کې د یو بازار ترڅنګ چاودنه وشوه.
په بغداد کې د خلکو د ګڼه ګوڼې په منځ کې چاودنه وشوه
599972
د عراق په پلازمینه بغداد کې د یو بازار ترڅنګ چاودنه وشوه.
د بغداد د الحریه په سیمه کې د یو بازار ترڅنګ د سړک په غاړه په پارک شوي موټر کې چاودنه وشوه.
په چاودنه کې ۱۰ تنه مړه او لږ تر لږه ۳۰ تنه نور ټپیان شول.
د ویلو ده چې د عراق پلازمینه بغداد د چا خبره هره ورځ د ورته چاودنو او بریدونو شاهدي کوي.
د بغداد اوسیدونکي د امنیتي ضعف نه سر ټکوي.
پداسې حال کې چې د برید مسولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی خو د بغداد امنیتي چارواکیو د برید پړه په داعش ترهګرې ډلې اچولې ده.
په بغداد کې د تیرې خالي په ورځ هم په چاودنو کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي وو.