د واشنګټن پر ځاى مسكو

ټاكل شوې ده چې د اسراييلو او فلسطين د هېوادونو مشران په مسكو كې سره ليدنه وكړي.

567802
د واشنګټن پر ځاى مسكو

 

 

ويل كيږي چې د اسراييلو لومړى وزير بنيامين نتنياهو او د فلسطين د دولت مشر محمود عباس به په مسكو كې د روسيې په منځګړيتوب د سولې خبرې اترې له سره پيل كړي.

د روسيې د بهرنيو چارو د وزرت د خبري سرچينو د معلوماتو له مخې د دواړو هېوادونو مشران به د فلسطين د ستونزې د آواري او سولې په اړه بحث وكړي.

د يادولو وړ ده چې پخوا د دواړو هېوادونو ترمېنځ منځګړيتوب امريكا كولو.

د اسراييلو او فلسطين ترمېنځ د خبرو اترو بهير په ۲۰۱۴م كال كې په ټپه درېدلى وو. محمود عباس هغه مهال د خبرو اترو ډډه وكړه د اسراييلو لخوا د فلسطين په اشغال شوې خاوره كې د يهودانو لپاره د استوګنځايونو د جوړولو پرېكړه وشوه.



اړوند خبرونه