ايران: سعوديان د حرمينو د ادارې لياقت نه لري.
د ايران ديني مشر علي خامنه ايي يو ځل بيا د سعودي عربستان پر چارواكو باندې د سختو نيوكو په ترڅ كې چې دا `` خبيثه ملعونه شجره د حرمينو شريفينو د ادارې وړتيا نه لري.``
د ايران ديني مشر علي خامنه ايي يو ځل بيا د سعودي عربستان پر چارواكو باندې د سختو نيوكو په ترڅ كې چې دا `` خبيثه ملعونه شجره د حرمينو شريفينو د ادارې وړتيا نه لري.``
خامنه ايي چې تېر كال په مينا كې د حج د مراسمو پر مهال په ټېل ما ټېل كې د وژل شوو حاجيانو د كليزې په مناسبت يوې غونډې ته وينا اوروله وويل چې `` كه چېرې `سعوديان` ريښتيا وايي نو يو نړيوال اسلامي پلاوي ته دې اجازه وركړي چې ددې پېښې په اړه څېړنې وكړي.``
تېره ورځ بيا د سعودي عربستان لوى مفتي عبدالعزيز الشيخ ايرانيان د مجوسيانو اولاده بللې وه او څرګنده كړې يې وه چې مسلمانان نه دي.
خامنه دې وينا ته په اشارې سره وويل چې د `` سعودي د حاكمانو تبليغاتي حاميان په داسې حال كې دا درواغ تكراروي چې په مينا كې د ۷ زرو شهيدانو زياتره يې ايرانيان او اهل سنت دي.``
خامنه د سعودي له كورنۍ `` په اسلامي نړۍ كې د منفورې ډلې په توګه يادونه وكړه او زياته يې كه چې هغوى پرته له دې چې وپوهيږي او يا نه د مسلمانانو سره دښمني كوي.``
د بله پلوه د ايران ولسمشر حسن روحاني هم زياته كه چې `` په مينا كې د ايراني حاجيانو له وينې به تېر نشي او د حقونو د تر لاسه كولو پورې به يې مبارزه وكړي.``
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.