په سعودي عربستان یو ځل بیا د توغندیو بریدونه وشو.
حوثي ملیشو د سعودي عربستان د نجران په ښار د توغندیو بریدونه وکړل
په سعودي عربستان یو ځل بیا د توغندیو بریدونه وشو.
د سعودي عربستان د نجران په ښار د یمن له لورې د راتوغول شوو توغندیو د لګیدو په پایله کې ګڼ شمیر کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د یمن سره په پوله کې پروت د سعودي عربستان د نجران ښار د ملکي خوندیتوب د ادارې ویاند ډګروال علي الهشراني خبري رسنیو ته وویل چې د یمن له لورې د راتوغول شوو توغندو نه یو په یو کور لګیدلی دی.
هغه ویلي دي چې پدې پیښه کې یو تن ۱۱ کلن ماشوم ژوند د لاسه ورکړی او مور يي ټپۍ شوې ده .
د یادولو وړ ده چې پدې وروستیو کې حوثي ملیشو د سعودي عربستان د نجران په ښار د توغندیو او راکټي بریدونو ته زور ورته کړی دی .
پرون هم په یاد شوي ښار د یمن له لوري د ترسره شوي راکټي برید په پایله کې دوو تنو ماشومانو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۵ تنه نور ټپیان شوي وو.
د یمن له لوري د سعودي عربستان د نجران په ښار په ترسره شوو بریدونو کې تر اوسه پورې نږدې ۳۰ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.