په حلب کې د فاتحې په مراسمو د هوايي برید له امله قتل عام رامنخته شو.
د سوریې د حلب په ښار کې د فاتحې په مراسمو د هوايي برید له امله قتل عام رامنخته شو.
د سوریې د حلب په ښار کې د فاتحې په مراسمو د هوايي برید له امله قتل عام رامنخته شو.
د اسد د رژیم اړوند جنګي چورلکو د مخالفینو تر کنټرول لاندې د حلب د باب النیراب په سیمه کې د فاتحې په مراسم د بیلري بم برید وکړ. د لومړنیو شمیرو له مخې په برید کې لږ تر لږه ۲۰ تنه مړه او څه باندې ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
په حلب کې د ملکي خوندیتوب د ادارې چارواکیو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د اسد ځواکونو اړوند جنګي چورلکې د باب النیراب په سیمه کې د فاتحې د مراسمو په خاطر په درول شوی خیمې د بیلري بم برید وکړ. همداشان کله چې د ژغورنې ډلو او نورو خلکو د پیښې د ټپیانو د ژغورنې هڅه کوله د اسد چورلکو پرې دویم بیلري بم ګوزار کړ.
د حلب د ملکي خوندیتوب د ادارې چارواکیو ویلي دي چې د ټپیانو نه د ډیرو روغتیايي حالت ښه ندی او کیدای شي چې د مړو شمیره لوړه شي.
د پیښې ټپیان په سیمه کې نږدې صحرایي روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي. د بله پلوه په بریدونو کې ګڼ شمیر کورونه ویجاړ شوي دي.
د ملکي خوندیتوب ادارې چارواکیو په وینا یو زیات شمیر کسان د نړیدولو کورونو لاندې شوي دي چې د ژغورنې چارې دوام لري.