په ايران كې د روسي الوتكو شتون دوام لري.

د ايران د پارلمان ريس علي لاريجاني وويل چې روسي الوتكې د ايران د هوايي هډو كارولو ته دوام وركړي خو په هېواد كې هېڅ يوه هډه به بل هېواد ته ورنكړل شي.

557889
په ايران كې د روسي الوتكو شتون دوام لري.

 

د ايران د رسمي خبري اژانس ايرنا د خبر په اساس لاريجاني په پارلمان كې د هغو ۲۰ تنو وكيلانو پوښتنو ته ځواب وويلو چې په هېواد كې د روسي الوتكو د شتوالي سره مخالفت لري.

لاريجاني وويل چې د ايران او مسكو ترمېنځ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه كې نږدې همكاري دوام لري او دا د سيمې د مسلمانانو په ګټه ده.

نوموړي زياته كړه چې اوسمهال د روسي جنګي جټ الوتكې په همدان كې د ايران هوايي هډې كاروي. `` روسي جنګي جټ الوتكو په همدان كې هوايي هډه د تېلو د اكمال لپاره كاروله او تر اوسه پورې جاري ده.``

روسي الوتكې تللي دي.

دا په داسې حال كې ده چې ددې هېواد د بهرنيو چارو د وزارت وياند بهرام قاسمي پرون په يوې خبري غونډه كې وويل چې په همدان كې د روسي جنګي الوتكو ماموريت د اوس لپاره پاى ته رسېدلى دى. سربېره پر دې د روسيې د دفاع د وزارت وياند ايګور كوناشېكوف هم ددې خبرې په پخلي سره ويلي ويلي ول چې په ايران كې د روسي الوتكو دنده پاى ته رسېدلې ده.

د ايران د دفاع وزير حسين دهقان بيا په هېواد كې د روسي جنګي الوتكو د خبر د خپرولو په اړه پر روسيې نيوكه وكړه او زياته يې كړه چې په همدان كې د روسي الوتكو شتوالى بايد پټ پاتې شوى واى خو مسكو ددې برخلاف د خبر په خپرولو سره د ځان په ګټه پروپاګند وكړ.

د ايران د انقلاب نه وروسته د لومړي ځل لپاره تېره اونۍ ددې هېواد په لوېديځ كې د همدان په ښار كې د شهيد نوجه هوايي هډه د روسي الوتكو په اختيار كې وركړل شوه.

شنونكي په دې اند چې ايران پدې ډول خپلې لمن ته په خپل اور واچولو. ځكه چې د لومړي ځل لپاره يې په مستقيم ډول د جګړې ډګر ځانله نږدې كړ.

د تهران – مسكو دا نږدې نظامي همكاري د امريكا سربېره د ناټو د سازمان د غړو هېوادونو د اندېښنې وړ ګرځېدلې ده.



اړوند خبرونه