په عراق کې ۱۱ کلن ځانمرګی برید کوونکی ماشوم ونیول شو

۱۱ کلن ځانمرګی برید کوونکی د برید کولو پر مهال د پولیسو لخوا ونیول شو

556554
په عراق کې ۱۱ کلن ځانمرګی برید کوونکی ماشوم  ونیول شو

د عراق د کرکوک په ښار کې یو تن ۱۱ کلن ماشوم ځانمرګی برید کوونکی  د ځانمرګي واسکټ سره  یو ځای ونیول شو.

د عراقي چارواکیو په وینا  ماشوم  هله د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو چې ځان يي برید ته  تیار کړی وو.

د ترکیې د غازي انتیپ په ولایت کې د یو تن ماشوم ځانمرګي برید کوونکي لخوا د واده په مراسمو د برید نه  یواځې ۲۴ ساعته وروسته په عراق کې  ماشوم ځانمرګی برید کوونکی ونیول شو.

د عراق د کرکوک  په ښار کې  امنیتي ځواکونو د شیعه ګانو د رسول اعظم په جومات  د احتمالي  برید په اړه راپور ترسره کړی وو. امنیتي ځواکونو په شخصي جامو کې  کلک تدابیر نیولي وو.

پولیسو یو ماشوم چې  غیرې  نورمال حرکات يي کول  وو ودرو. پولیسو  سمدلاسه د ماشوم  لاسونه ونیول  او د هغه په پلټنې يي پیل وکړ.

پولیسو د ماشوم  د کمیس لاندې ځانمرګی واسکټ چې په ډیر ماهرانه ډول ځای په ځای شوی وو  کشف کړ.

پولیسو  سمدلاسه بمونو د شنډولو ډله راوغوښته او د ماشوم  د ځان پورې  تړل شوی  او اعیار شوی  واسکټ يي  شنډ کړ.

پولیسو ماشوم  ونیول  . د ځانمرګي برید کوونکي ماشوم  برخلیک  ناڅرکند دی.

د کرکوک ولایت  امنیې قومندان  ډګروال  خطاب عمر  خبري رسنیو ته وویل چې  د کرکوک  ولایت  د تیسین په سیمه کې د رسول اعظم د جومات  په مخکې  یو تن ځانمرګی  ماشوم  چې د برید لپاره تیاری نیولی وو  ونیول شو.

 

 

هغه ویلي دي چې  نیول شوی  ماشوم  د ۱۱ یا ۱۲ کلونو  دی .

د ویلو ده چې  پرون د ماښام په ساعتونو کې  د کرکوک ولایت د جون لومړۍ نیټې په نامه په سیمه کې  د جعفر الصادق  حسین  د جومات په مخکې  چاودنه وشوه چې له امله يي ۲ تنه مړه او ۳ تنه نور ټپیان شول.

 

 

 



اړوند خبرونه