په عراق كې د هاوان بريد مرګژوبله واړوله
د عراق په شمال كې د صلاح الدين په ولايت كې د بې ځايه شوو كډوالو پر يو مركز باندې بريد كې ۱۲ تنه ووژل شول او ۳۵ تنه نور ټپيان شول.
554750
د عراق په شمال كې د صلاح الدين په ولايت كې د بې ځايه شوو كډوالو پر يو مركز باندې بريد كې ۱۲ تنه ووژل شول او ۳۵ تنه نور ټپيان شول.
د عراق د پوليسو يو تن وياند اياد سموراى وويل چې په پېښه كې د ټپي شوو كسانو روغتيايي حالت هم باريكه دى.
د نوموړي په وينا دا بريد د هاوان د توغنديو په واسطه ترسره شوى دى چې د داعش تر كنترول لاندې د شرقت له سيمې نه توغول شوي دي.
د شرقت په سيمه كې اوسېدونكي كسان د داعش له وېرې او د عراق د اوردو د عملياتو له امله تښتېدلي دي چې اوسمهال د كډوالو په يو كمپ كې پراته دي.
د عراق اوردو د تېرو ۲ مياشتو راهيسې د شرقت د سيمې د بېرته نيولو په موخه عمليات كوي.