د روسيې لخوا په سوريه كې د وژل شوو ملكي وګړو شمېره

د سوريې د بشري حقونو شبكې د يو نوي راپور له مخې پدې هېواد كې د روسيې د ځواكونو لخوا په عملياتو كې د وژل شوو ملكي وګړو شمېره اعلان كړه.

553314
د روسيې لخوا په سوريه كې د وژل شوو ملكي وګړو شمېره

 

د سوريې د بشري حقونو شبكې د يو نوي راپور له مخې پدې هېواد كې د روسيې د ځواكونو لخوا په عملياتو كې د وژل شوو ملكي وګړو شمېره اعلان كړه.

ددې شبكې د راپور له مخې روسي ځواكونو په تېرو ۱۰ مياشتو كې ۲ زره ۷۰۴ تنه ملكي وګړي وژلي دي. په راپور كې راغلي دي چې د ۲۰۱۵م كال د سپتمبر د مياشتې د ۳۰مې نېټې راهيسې په سوريه كې د روسيې د نظامي عملياتو د پيل راهيسې د هوايي عملياتو په ترڅ كې ۷ زره ۷۰۴ تنه وژل شوي دي چې ډېرى يې كوچنيان دي. د وژل شوو كسانو ترمېنځ ۷۴۶ تنه كوچنيان، ۵۱۴ تنه ښځې او پاتې سړي دي.

تر ټولو خونړى سيمه حلب دى.

په خپور شوي راپور كې راغلي دي چې د وژل شوو كسانو ترمېنځ يو زرو ۱۷۸ تنه يې د حلب په ښار كې وژل شوي دي. دويم ځاى بيا د ادليب ښار چې په كې ۶۵۲ تنه، د دير الزور په سيمه كې ۳۳۱ تنه او  د حمص په ښار كې ۱۹۲ تنه ملكيان وژل شو دي.

د سوريې د بشري حقونو د شبكې مشر فضل عبدالغني وويل چې تر اوسه پورې د روسيې د حكومت يا پارلمان لخوا د ملكي وګړو د وژل كېدو په اړه د څېړنو په موخه هېڅ ډول اقدام نه دى شوى. دا ددې ښكارندوى ده چې د روسيې لپاره د سوريې د ملكي وګړو وينه هېڅ اهميت نه لري.



اړوند خبرونه