داعش یو ځل بیا قتل عام وکړ
داعش د سوریې په شمال کې قتل عام وکړ
540820
داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا د ملکي وګړو قتل عام وکړ.
د داعش ترهګرې ډلې د سوریې د بویور د کلي د نیولو نه وروسته په یو ورځ کې ۲۴ تنه ملکي وګړي اعدام کړل. د ویلو ده چې په سوریه کې د روانو کورنۍ جګړې په ترڅ کې څه باندې ۳۰۰ زرو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی .
په سوریه کې د بشري حقونو سازمان ویلي دي چې داعش ترهګرې ډلې د بویور کلي د نیولو نه وروسته د ۲۴ ساعتونو په دننه کې ۲۴ تنه ملکي وګړي په قتل ورسول.
یادې شوې ډلې ویلي دي چې داعش د سوریې په شمال کې دا کلی د ډیموکراتیکو ځواکونو نه نیولی دی . داعش د نیولو ملکي وګړو نه ۲۴ تنه په یو ځل وژلي دي.
د ویلو ده چې د بویور کلی د سوریې په شمال کې د مونبیچ د ښار شمال لویدیځ لورې ته په لس کیلومترۍ کې پروت دی.