سعودي عربستان د وروستیو بریدونو په تړاو ۱۲ تنه پاکستانیان نیولي دي

سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په مدینې منوره او جدې ښار کې د وروستیو بریدونو په تړاو ګن شمیر کسان نیولي چې ډیری د پاکستان وګړي دي

525471
سعودي عربستان د وروستیو بریدونو په تړاو ۱۲ تنه پاکستانیان نیولي دي

سعودي عربستان په مدینه منوره کې د بریدونو په تړاو  د ۱۹ تنو د نیولو نه خبر ورکړ چې ۱۲ تنه يي پاکستانیان  دي.

د یادولو وړ ده چې د تیرې دوشنبې په ورځ  په سعودي عربستان کې  درې چاودنې وشوې چې  دوه يي په مدینې منوره کې  او یوه يي هم  د جدې د ښار په لویدیځ لورې کې وشوه.

د سعودي عربستان پدې چاودنو کې  لږ تر لږه  ۷ تنو ژوند د لاسه ورکړ او ۲ تنه نور ټپیان شول.

په مدینې منوره کې  یوه چاودنه  د پیغمبر ص  مقبرې ته په نږدې سیمه  او بله  د قطیف په سیمه کې د شیعه ګانو په جومات وشوه.

د سعودي عربستان لخوا په شوو څرګندونو کې ویل شوي دي چې د مدینې منورې برید د ۲۶ کلن مسلم حماد البلاوي په نامه  د یو تن لخوا چې  د نشه يي  توکو د کارولو په برخه کې جرمي سابقه هم  درلودله  ترسره شوی دی.

په قطیف کې بیا برید  د ۲۳ کلن عبدالرحمان صلاح محمد الامر په نامه  د یو تن لخوا شوی دی .

همداشان  د جدې په ښار کې بیا  برید  د عبدالله قلزار خان په نامه د یو تن پاکستاني وګړي لخوا شوی دی . د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې پاکستاني برید کوونکي  د ۱۲ کلونو راهیسې په سعودي کې ژوند کولو او د موټر چلوونکي په توګه يي دنده  ترسره کوله.

د ویلو ده چې  په مدینه منوره کې پداسې حال کې دا بریدونو رامنځته شول چې  کمکي اختر ته د ګوتو په شمیر  ساعتونه پاتې ول.

په جدې ښار کې بیا برید د امریکا متحده ایالتونو قونسګلرۍ ته  نږدې شوی وو. دا برید پداسې حال کې شوی وو چې د امریکا په قونسلګرۍ کې د جولای ۴مه د امریکا د خپلواکۍ د ورځې لمانځنه کیده.

سعودي عربستان  د کورنیو چارو وزارت ویلي دي چې د نوموړو بریدونو په تړاو  ۱۹ تنه نیول شوي دي چې ۱۲ تنه يي پاکستانیان دي.

د سعودي عربستان  د بریدونو مسولیت  تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص  په غاړه ندی اخیستی.

 



اړوند خبرونه