د داعش د منګولو نه يي د زوی د ژغورنې هڅه کوله پخپله د داعش د برید قرباني شو

د تونس یو تن تورنجنرال د استانبول په پیښه کې ژوند دلاسه ورکړ

521259
د داعش د منګولو نه يي د  زوی د ژغورنې هڅه کوله پخپله  د داعش د برید  قرباني شو

تونسي تورنجنرال  د داعش د منګولو نه د خپل ژوی  د ژغورولو  هڅه کوله  پخپله  قرباني شو.

د تونس  یو تن تورنجنرال نظامي  ډاکټر فتحي بیوض  د استانبول د اتاترک په هوايي ډګر کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي  برید کې ژوند د لاسه ورکړ.

د جنرال فتحي بیوض اقاربو ویلي دی چی  نوموړی  د داعش د منګولو نه د خپل زوی د ژغورولو په موخه ترکیې ته راغلی وو. ویل کیږي  د تونسي جنرال  زوی چې د زده کړې په خاطر ترکیې ته راغلی وو څه موده مخکې  د انټرنټ له لارې د داعش سره  اړیکې نیولې وې  او سوریې ته تللی وو.

تونسي  جنرال   خپل زوی د ژغورنې په موخه  ترکیې ته راغلی وو. هغه  خپل زوی ترکیې ته د راستنیدو  په خاطر  قناعت ورکړ او کله چې ترکیې ته راغی  د امنیتي ځواکونو لخوا ونیول شو.

تونسي جنرال د خپل زوی د لیدنې  او هغه  د ځان سره  تونس ته د بیولو په خاطر  ترکیې ته راغلی وو چې  پخپله د داعش د وحشیانه بریدونو ښکار شو.

د تونسي جنرال  اقاربو د وینا له مخې  هغه  د زوی او میرمنې سره  یو ځای هیواد ته د ستنیدو پلان  جوړ کړی وو.

د تونس د بهرنیو چارو وزارت  د استانبول په پیښه کې د تورنجنرال فتحي بیوض  د وژنې پخلی کړی دی .

د تونس د بهرنیو چارو د وزارت لخوا په شوو څرګندونو کې راغلي دي چې تورنجنرال فتحي بیوض  په تونس کې د نظامي روغتون د داخله څانګې  سرطبیب  په توګه  دنده ترسره کوله چې  د استانبول په پیښه کې ژوند د لاسه ورکړ.


پيوندونه: #تونس , #ترکیه , #داعش

اړوند خبرونه