په سوریه کې د د روژې پدې مبارکه میاشت کې هم د ملکي وګړو وژنې دوام لري
په سوریه کې د روژې مبارکې میاشت د پیل راهیسې د اسد او روسیې د جنګي الوتکو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۱ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی
په سوریه کې د روژې مبارکې میاشت د پیل راهیسې د اسد او روسیې د جنګي الوتکو په هوايي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۷۱ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی دی .
د روسیې د اردو او بشار اسد د ځواکونو اړوند جنګي الوتکې او چورلکې د روژې پدې مبارکه میاشت کې په سوریه کې د مخالفینو ترکنټرول لاندې په سیمو د بیلري او وکوم بمونو بریدونو ته دوام ورکوي.
روسیې الوتکې او د بشار اسد ځواکونه په روغتونونو، بازارونو او ژغورنې د ډلو په مرکزونو بریدونه کوي. د ویلو ده چې د روژې پدې مبارکه میاشت کې په سوریه کې په ترسره شوو هوایي بریدونو کې ۲۷۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی چې ۱۷ تنه يي ماشومان او ۱۴ تنه يي ښځې دي.
بریدونه په ځانګړې توګه د حلب په ښار او شاوخوا سیمو کیږي.همداشان د سوریې د لازقیه ښار په مربوطاتو کې د بایربوجاق په سیمه کې د ترکمنانو او اسد د ځواکونو ترمنځه په نښته کې ۲۵ تنه د اسد د رژیم مخالفینو ژوند د لاسه ورکړی دی.
ددې جګړې یو زیات شمیر ټپیان د درملنې په موخه ترکیې ته راوړل شوي دی. د اسد ځواکونو د ترکېې سره په پوله کې د اساپنار سیمه هم د مخالفینو نه نیولې ده .
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.