د عراق د فلوجه په سیمه کې لوی ټولیز قبر وموندل شو
د عراق د الانبار ولایت اړوند د فلوجه په ولسوالۍ کې یو ډیر لوی ټولیز قبر وموندل شو
د عراق د الانبار ولایت اړوند د فلوجه په سیمه کې یو ټولیز قبر وموندل شو.
پدې قبر کې څه باندې ۴۰۰ تنو د وجود هډوکي موندل شوي دي. ګمان کیږي چې دا کسان د داعش ترهګرې ډلې لخوا وژل شوي او وروسته په ټولیز قبر کې خښ شوي وي.
د الانبار ولایت د عملیاتو د قومندانۍ یو تن چارواکي ډګروال ولید الدولیامي خبري رسنیو ته ویلي دي چې د فلوجه په سیمه کې امنیتي ځواکونو د ماینونو او چاودیدونکو توکو د پاکولو په خاطر د عملیاتو په لړ کې یو ټولیز قبر وموندولو. پدې قبر کې د څه باندې ۴۰۰ تنو د وجود هډوکي او د سر کوپړۍ موندل شوي دي.
هغه وویل ګمان کیږي چې دا کسان د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځه د داعش لخوا د سیمې د نیول کیدو پر مهال وژل شوي وي.
هغه وویل چې امنیتي ځواکونو موندلي د مړو هډوکي او د سر کوپړۍ د هویت د تثبیت په خاطر عدلي طب ته استولي دي.
د عراق پوځ د شیعه ملیشو او سني قومونو په ملاتړ د الانبار ولایت اړوند د فلوجه سیمې د نیولو په خاطر د مې په ۲۳ نیته پراخه عملیات پیل کړي دي.
د بله پلوه ګمان کیږي چې په فلوجه کې د ۲۰ زرو تنو ماشومانو په ګډون څه باندې ۵۰ زره تنه ملکي وګړي بند پاتې وي.