په عراق کې د فلوجه ښار د بیرته نیولو په خاطر ستر عملیات پیل شول

د عراق اردو د ۳ خواوو نه په فلوجه ښار بریدونه پيل کړي دي

500194
په عراق کې د فلوجه ښار د بیرته نیولو په خاطر ستر عملیات پیل شول

د عراق د اردو اړوند  ځواکونه  د سیمې  د قومونو  او نړۍوالو ایتلافي ځواکونو په ملاتړ  په فلوجه ښار  د دریو خواوو نه بریدونه پیل کړي دي.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې  عراقي ځواکونه  د پرمختګ په حال کې دي.

د عراق  اردو  د رامادي د ښار نه وروسته  د فلوجه  ښار  د داعش ترهګرې ډلې  د منګولو نه د ژغورولو په خاطر پراخه  عملیات پیل کړي دي.

د عراق د الانبار ولایت د ولایتي شورا د امنیت د کمیسیون غړي راجي برکت  خبري رسنیو ته ویلي دي چې  د فلوجه ښار د ژغورنې عملیات  د سهار په وختي ساعتونو کې پیل شول.

هغه ویلي دي چې  عراقي ځواکونو په فلوجه ښار  د سویل ، ختیځ او شمال له لورو  بریدونه پیل کړي دي او ښار ته  ننوتي دي. عراقي ځواکونو  د پام وړ پرمختګ کړی دی .

هغه ویلي دی چې  د داعش ترهګره ډله  د عراقي ځواکونو د پرمختګ  د مخنیوي په خاطر په سرتیرو د موټرو سره په ځانمرګیو بریدونو پیل کړی دی .

هغه زیاته کړې ده چې  داعش ترهګرې ډلې  د فلوجه ښار په ټولو دخولي سیمو کې ماینونه خښ کړي دي  او په مهمو نقطو کې  توپچي  ځواکونه ځای په ځای کړي دي.

داعش  ښار ته د عراقي ځواکونو د ننوتو د مخنیوي په خاطر  د هرې لارې چارې نه کار اخلي خو ددې ټولو سره سره عراقي ځواکونه پرمختګ ته دوام ورکوي.


پيوندونه: #عراق , #فلوجه , #داعش

اړوند خبرونه