په بغداد کې په بریدونو کې په لسګونو تنو ژوند دلاسه ورکړ
د عراق په پلازمینه بغداد کې په بمي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د عراق په پلازمینه بغداد کې په بمي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې لومړنی برید د بغداد د شعب په سیمه کې د پولیسو د تالاشۍ په یوې پوستې د موټر پر مټ برید وشو.
پدې برید کې ۸ تنو ملکي او ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړ او ۱۴ تنه نور ټپیان شول.
همداشان دویم برید د ترمیه په سیمه وشو.
د عراق د پلازمینې بغداد په ۵۰ کیلومترۍ کې پروت د ترمیه په سیمه کې د موټر پر مټ برید وشو.
پدې برید کې هم ۴ تنو ملکي وګړو او ۲ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان دریم برید د پلازمینې بغداد د صدر په سیمه کې وشو. پدې برید کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ او لس تنه نور ټپیان شول.
د بریدونو مسولیت چا په غاړه ندی اخیستی. دا بریدونه پداسې حال کې کیږي چې د عراق پوځ د داعش ترهګرې ډلې نه د فلوجې د ښار د بیرته نیولو په خاطر پراخه عملیات پیل کړي دي.
د عراق اردو ته نږدې سرچینو ویلي دي چې ځواکونه د فلوجې ښار ته ننوتي او د پام وړ پرمختګ يي کړی دی .
داعش ترهګره ډله د نوموړو بریدونو د مخنیوي په خاطر په امنیتي ځواکونو ځانمرګو بریدونو ته زور ورته کړی دی .