د مصر په سیناء ټاپو کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو

د مصر د سیناء په ټاپو کې  په امنیتي ګزمې  د برید له امله  لږ تر لږه  ۳ تنه سرتیري  مړه او ۸ تنه نور ټپیان شول.

479496
د مصر په سیناء ټاپو کې په امنیتي ځواکونو خونړی برید وشو

د مصر د رسمي خبري اژانس مینا د خبر له مخې  نن  چار شنبه  د سینا د نیمه اریش  په ښار کې  په امنیتي ګزمې  برید وشو. د سیمې امنیتي ځواکونو ویلي دي چې پدې برید کې کارول شوی بم د بمونو د  جوړولو کوم متخصص لخوا  په لاس جوړ شوی وو.

امنیتي سرچینو ویلي دي چې په سیمه کې  د بمونو د جوړولو نوموړې ډلې د نیولو په خاطر پراخه د پلټنې عملیات  پيل کړي دي.

د پیښې ټپیان ۸ تنه سرتیري  د درملنې په خاطر د اریش  عسکري روغتون ته  انتقال شوي دي.

د یادولو وړ ده چې  په مصر کې په لومړني منتخب ولسمشر محمد مرسي   د عسکري کودتا نه وروسته د هیواد په شمال کې د سیناء په ټاپو کې وخت نا وخته په امنیتي ځواکونو  وسله وال او بمي بریدونه کیږي.

ویل کیږي  پدې څه کم  دریو کلونو موده کې  په سلګونو تنه پولیس او سرتیري پدې ډول بریدونو کې وژل شوي دي.

د ډیری  بریدونو مسولیت  د انصار البیت المقدس  په نامه  ترهګره  ډله  چې د داعش ترهګرې ډلې ته يي بیعت کړی دی په غاړه اخلي.

همداشان  د مصر امنیتي ځواکونه هم وخت نا وخته  په سیناء کې د نوموړې ډلې پر خلاف عملیات ترسره کوي چې تر اوسه پورې  د یادې شوې ډلې په سلګونو تنه غړي وژلي  او ګن شمیر نور يي زنداني کړي دي.


پيوندونه: #مصر , #سیناء , #برید

اړوند خبرونه