د داعش په اړه د روحاني څرګندونې

د ايران ولسمشر حسن روحاني په عراق او سوريه كې د داعش پر وړاندې د ايران د مبارزې نه په ملاتړ سره وويل چې د ايران پرته به داعش په دواړو هېوادونو كې دولتونه جوړ كړي ول.

477014
د داعش په اړه د روحاني څرګندونې

 

د ايران ولسمشر حسن روحاني په عراق او سوريه كې د داعش پر وړاندې د ايران د مبارزې نه په ملاتړ سره وويل چې د ايران پرته به داعش په دواړو هېوادونو كې دولتونه جوړ كړي ول.

روحاني چې پرون په تهران كې يوې غونډې ته وينا اوروله څرګنده كړه چې `` كه ايران نه واى نو نن ورځ به بغداد او دمشق د داعش په لاس كې ول.``

روحاني زياته كړه چې `` د داعش لخوا د بغداد او دمشق د ادارو پر وړاندې د بريدونو د زياتېدو نه وروسته يې ګاونډيانو له ايرانه د مرستې غوښتنه وكړه. ايران هم له دوى سره د مرستې ژمنه وكړه. كه چېرې ايران نه واى نه داعش  به دولت جوړ كړى واى. نن ورځ به د ترهګرې ډلې پر ځاى ترهګري دولت حاكم وو.``

په عراق او سوريه كې د ايراني ځواكونو د جګړو په اړه پخوا هم يو زيات شمېر راپورونه خپاره شوي دي.

حتى په سوريه كې د بشار اسد د رژيم د مخالفينو لخوا ځيني افغانان هم نيول شول د رژيم په ملاتړ يې په جګړه كې ګډون كړى وو.



اړوند خبرونه