په سوریه کې په بازار د هوايي برید له امله نږدې ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله

په سوریه کې د ادلیب په ښار کې په یو بازار د هوايي بریدونو سره قتل عام رامنځته شوه.

474020
په سوریه کې په بازار د هوايي برید له امله نږدې ۹۰  تنو ته مرګ ژوبله

په سوریه کې د اسد د رژیم اړوند جنګي الوتکو مارت النعمان په ولسوالۍ کې په یو بازار د خلکو په ګڼه ګوڼې هوايي بریدونه وکړل چې له امله يي لږ تر لږه ۳۳ تنه مړه او ۴۷ تنه نور ټپیان شول.

په یاده شوې ولسوالۍ کې د ژغورنې ډلو ویلي دي چې د اسد د ځواکونو اړوند جنګي الوتکو په یو بازار کې د خلکو په ګڼه ګوڼه بریدونه وکړل چې له امله لږ تر لږه ۲۸تنه ملکي وګړي ووژل شول او ۳۵ تنه نور ټپیان شول.

همداشان الوتکو په سیمه کې د مارت النعمان ولسوالۍ ترڅنګ په یوې بلې سیمې هم د بمبارۍ سره لږ تر لږه ۵ تنه مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان کړل.

په سیمه کې د ژغورنې د ډلو یو تن مسول عمر الوان د اناتولیا خبري اژانس ته وویل چې په بریدونو کې د ځاني زیانونو سربیره د پام وړ مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د ژغورنې ډلو یو زیات شمیر مړي او ټپیان د خاور او ګټو لاندې نه راویستي دي او په سیمه کې د ژغورنې چارې دوام لري. هغه ویلي دي چې د بریدونو په پایله کې په سیمه کې په یو زیات شمیر دوکانونو کې اورلګیدنې هم رامنځته شوي دي.

د سیمې ټپیان شاوخوا روغتونونو ته استول شوي دي.



اړوند خبرونه