ترکیه د کډوالو د یوې بلې سترې څپې سره مخامخ ده .

په زرګونو تنه سوري کډوال ترکیې پر لورې راخوځیدلي دي

471558
ترکیه د کډوالو د یوې بلې سترې څپې سره مخامخ ده .

په سوریه کې د ازادې سوریې ځواکونو په عزز او جرابلوس کې د داعش پر خلاف په روانو عملیاتو کې د پرمختګ نه وروسته داعش ترهګرې ډلې اغدي او مقاومه د کډوالو په کمپونو بریدونه پیل کړ.

په نوموړو کمپونو کې څه باندې ۱۵ زره تنه کډوال اوسیږي چې د ترکیې د پولو پر لورې راخوځیدلي دي.

د نوموړو کمپونو اوسیدونکو د بریدونو نه وروسته د خیمو سره یو ځای د ترکیې د پولو ترڅنګ په باامنه سیمه کې د ونو لاندې او په پټو کې د خیمو په وهلو پیل کړی دی .

داعش ترهګرې ډلې د ترکیې د کیلیس ولایت ته مخامخ د عزز ښار اړوند د اغدي ، هاوار او براغات کلي نیولي دي. همداشان په یاده شوي سیمه کې قوي جګړه دوام لري.

ویل کیږي په جګړو کې ټپي شوي د ازادې سوریې ۲۳ تنه جنګیالي د درملنې په موخه ترکیې ته راوړل شول.

ټپیان د کیلیس ولایت په دولتي روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوي دي.

همداشان د ټپیانو نه د ۳ تنو روغتیايي حالت باریکه دی چې د همدې امله غازي انتپ ولایت ته استول شوي دي.



اړوند خبرونه