د سعودي پاچا د ترکیې نه مننه وکړه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو د ۱۳ مې سرمشریزې د ښه تنظیم چارو له امله د ترکیې د حکومت او ملت نه مننه وکړه.
471456
ملک سلمان د ټولنیزې مډیا ټویټر پاڼې له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې ددې په هیله چې د اسلامي همکاریو د تشکیلاتو ۱۳مه سرمشریزه د سولې د ټینګښت او عالم اسلام ته د خدمت په څیر خپلو اصلي هدفونو ته ورسیږي.
ملک سلمان د سرمشریزې د ښه تنظیم او میلمنه پالنې له امله د ترکیې د حکومت او ملت نه مننه وکړه.
د بله پلوه د ترکیې او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو د ولسمشر رجب طیب اردوغان او سعودي عربستان پاچا ملک سلمان په حضور کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د اړیکو د لا قوي کولو د ترکیې او سعودي عربستان د کوردیناسیون د شورا د جوړولو اړوند د مطابقت سند لاسلیک کړ.