په سوريه كې د روسيې اصلي هدف
روسيه چې په سوريه كې د داعش د ډلې سره د مبارزې په بهانه د بشار اسد له رژيمه كلك ملاتړ كوي، اوږدمهالې موخې لري.
470648
د روسيې هېواد چې پخوا هم په سوريه كې يوه بحري نظامي هډه درلودله، د تېر كال د نظامي عملياتو د پيل سره سم يوه بله هوايي هډه هم جوړه كړله. روسيه په دې ډول غواړي چې د منځني ختيځ په سيمه كې د خپل نظامي حضور سره د امريكايي هډو پر وړاندې موازنه رامنځته كړي.
ددې ټولو سره سره روسيه په سوريه كې نورې مهمې موخې هم لري.سوريه چې د نفتو د زېرمو له شتمن هېواد دى د روسيې لپاره د پانګې اچوونې په برخه كې ځانګړى جذابيت لري.
څه موده وړاندې د دواړو هېوادونو ترمېنځ د يو تړون له مخې روسيې په سوريه كې د راتلونكو ۲۵ كلونو لپاره د نفتو د استخراج انحصاري حق ترلاسه كړ.
سربېره پر دې بشار اسد د هېواد د بيا رغاونې په موخه د روسيې لويو شركتونو ته د كار لومړيتوب وركوي. د روسيې د دفاعي او امنيتي شورا يو غړي ديميتري سابلين په دې اړه وويل چې `` د سوريې ولس د هېواد د بيا رغاونې په برخه كې روسانو ته اړتيا لري.``اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.