په بغداد کې د فوټبال د سیالۍ پر مهال ځانمرګی برید وشو

د عراق په پلازمینه بغداد کې د فوټبال په لوبغالي کې د ځانمرګي‌ قتل عام وکړ

458506
په بغداد کې  د فوټبال د سیالۍ پر مهال ځانمرګی برید وشو

د عراق د پلازمینې بغداد په مربوطاتو کې د دوو ځايي فوټبال لوبډلو د سیالۍ پر مهال ځانمرګی برید وشو. د لومړنیو شمیرو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۳۰ تنو ژوند د لاسه ورکړی او څه باندې ۶۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

پیښه د بغداد په سویل کې د عصریه په سیمه کې د دوو ځايي لوبډلو د سیالۍ نه وروسته د کپ د ورکولو پر مهال د خلکو په جمع او جوش او خوښیو په منځ کې رامنځته شوه. ویل کیږي ځانمرګي برید کوونکي د ګڼې ګوڼې په منځ کې ځان ولوزو.

پیښه د ترکیې په ځايي وخت د ماښام شپږو بجو په شاوخوا کې رامنځته شوه. د بغداد امنیتي سرچینو خبري رسنیو ته ویلي دي چې د پیښې ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي چې د ځینو روغیتايي حالت يي باریکه دی.

همداشان د بغداد د روغتیا د وزارت یو تن چارواکي د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې پدې پیښه کې د مړو شمیره د ۶۰ تنو اوښتې ته او څه باندې ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.

د برید مسولیت داعش ترهګرې ډلې په غاړه اخیستی دی.


پيوندونه: #عراق , #بغداد , #چاودنه

اړوند خبرونه