د سوریې په اړه د سولې خبرې اترې د ناکامۍ د ګواښ سره مخامخ دي
په جینیوا کې د سوريې په اړه په جوړ شوي د سولې په کنفرانس کې هیڅډول پرمختګ ندی شوی
په جینیوا کې د سوریې د سولې په اړه روانې خبرې اترې د ناکامۍ د ګواښ سره مخامخ دي.
د جینیوا په کنفرانس کې ګډون کوونکي د اسد د رژیم استازو ویلي دي چې ، نه غواړي د اسد د راتلونکي په اړه د چا سره خبرې وکړي.
د سوریې لپاره د ملګروملتونو ځانګړي استازي ستیفن دې میسترا د جینیوا د سولې د کنفرانس په چوکاټ کې د جعفري په مشرۍ د اسد د رژیم د هیت سره لیدنه وکړه.
د لیدنې نه وروسته د اسد د رژیم د هیت ویاند ابو بشار الجعفري خبري غونډې ته وویل چې د سولې په خبرو اترو کې تر اوسه پورې کوم پرمختګ ندی شوی.
هغه وویل چې د جینیوا د کنفرانس په لومړۍ ورځ په لیدونو کتنو کې د ملګروملتونو استازي دې میسترا د موقتې ادارې په اړه دوی ته ځیني وړاندیزونه کړي وو چې لازم ځواب ورته ورکړ شوی دی .
جعفري د اسد د راتلونکي په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل ! د اسد راتلونکی د سولې د خبرو اترو سره کوم تړاو نلري. هغه وویل چې پدې اړه به د چا سره خبرې ونکړي ځکه چې د اسد د راتلونکي مسله ددې خبرو ترو اصلي موضوع نده .
د بله پلوه د ملګروملتونو استازي دې میسترا ویلي دي چې دا مذاکرات ډیر په کلاره پر مخ روان دي او د ناکامۍ په اړه يي اندیښنې شتون لري.
هغه وویل چې په سوریه کې د موقتې ادارې په اړه د خبرو نه ډډه کول د اوربند او اړینو سیمو ته د بشري مرستو د رسولو مسلې د ګواښ سره مخامخوي.
اړوند خبرونه
په عراق کې پر بوځیانو خونړی برید شوی
په عراق کې د داعش ترهګرې ډلې لخوا په ترسره شوي برید کې د یوه ډګروال په ګډون پنځه تنه عسکر ووژل شول.