د مصر د عدلیې وزیر د کفر ویلو په تور له دندې ګوښه کړې شو
د مصر د عدلیې وزیر له دنده ګوښه کړې شو
د مصر د عدلیې وزیر احمد الزاند د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد ص ته د سپکاوي او کفر ویلو په تور له دندې ګوښه کړې شو.
د مصر لومړي وزیر شریف اسماعیل وویل چې احمد الزاند يي پرون د مارچ ۱۳مه نیټه له دندې ګوښه کړ.
د ویلو ده چې د مصر د عدلیې وزیر د رویټرز خبري اژانس ته په خپله وروستۍ مرکه کې ویلي وو ً که چیرې حضرت محمد ص نن ورځ ژوندی وای او د جرم مرتکب شوی وې ، هغه به يي نیولی وی او په جزا به يي رسولی وی.
د احمد الزاند دې څرګندونو سخت غبرګونونه پارولي او هغه په کفر ویلو تورن شوی دی .
د رویټرز خبري اژانس ویلي دي چې د مصر د لومړي وزیر د دفتر لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د عدلیې وزیر يي د نوموړو څرګندونو له امله له دندې ګوښه کړې دی.
احمد الزاند چې ددینه وړاندې د مصر په یوې محکمه کې د قاضي په توګه دنده درلوده د اخوان المسلمین سره د سختې دښمنۍ له امله د عدلیې د وزیر په توګه وټاکل شو.
د بله پلوه د مصر ځینو قاضیانو احمد الزاند د نوموړو څرګندونو له امله په کفر ویلو تورنیدل او د دندې نه د هغه ګوښه کول په کلکه توګه غندلي دي. نوموړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې محمد ص په اړه د الزاند څرګندونې په اصل کې د یوې شیبې غفلت او لفظي خطا نه سرچینه اخلي چې کیدای شي هر سړی دیته د ورته خطا سره مخامخ شي.
د مصر د سترې محکمې یو تن چارواکي عبدالله فتحي د رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې د مصر قضايي ارګان د احمد الزاند د دندې نه د ګوښه کولو په اړه خواشینی دی. هغه ویلي دي چې احمد الزاند د هغه کسانو په سر کې قرار درلود چې په هیواد کې د ترهګرو او تند لارو اسلامي ډلو پر خلاف چې د هیواد د نابودۍ هوډ لري تر ټولو قوي مبارزه کوله.
د ویلو ده چې احمد الزاند په مصر کې د اخوان المسلمین د سلګونو تنو غړیو زندان ته د اچولو او مجازات کولو په برخه کې ډیر مهم رول درلود.اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.