سوري مخالفین : د جینیوا په کنفرانس کې به ګډون وکړو

سوري مخالفینو ویلي دي چې د مارچ په ۱۴مه نیټه د جینیوا د سولې په کنفرانس کې به ګډون وکړي

448959
سوري مخالفین : د جینیوا په کنفرانس کې به ګډون وکړو

سوري مخالفینو ویلي دي چې د مارچ په ۱۴مه نیټه په جینیوا کې په جوړیدونکي د سولې په کنفرانس کې به ګډون وکړي.

د یادولو وړ ده چې سوري مخالفینو د اسد د رژیم د ګډون د پریکړې نه وروسته د ګډون پریکړه وکړه.

د سوري مخالفینو په استازیتوب د مذاکراتو عالي هیت نن اعلان وکړ چې د مارچ په ۱۴ مه نیټه د سوریې په اړه په جینیوا کې په جوړیدونکي د سولې په مذاکراتو کې به برخه واخلي.

د سوري مخالفینو د مذاکراتو د عالي هیت مشر ریاض حجاب وویل چې پدې کنفرانس کې د سوریې د رژیم سره د روغې جوړې احتمال ډیر ضعیفه دی ځکه چې د اسد رژیم په ۲۰۱۴ کال کې په جوړ شوي کنفرانس کې ښودلي خصمانه دریځ ته اوس هم دوام ورکوي.

هغه وویل چې مونږ د اسد د رژیم او د هغوې د پلویانو د نیتنو او دریځ امتحانولو ته اړتیا نه لرو ځکه چې مونږ په سوریه کې د یوې لا خونړۍ جګړې په اړه د هغوې د ټولو تیاریو په اړه پوره معلومات لرو.

هغه وویل خو مونږ یواځې د سوریې د مظلومو خلکو لپاره د عدالت په خاطر او د سوریې د خلکو دا مشروع دعوا نړۍوالې ټولنې ته د رسولو مسولیت لرو. مونږ پدې اړه ټولو فرصتونو ته استفاده کوو.

هغه زیاته کړه چې مونږ پدې باور یو چې په سوریه کې انساني، سیاسي او عسکري بحرانونه باید د یو بل نه جلا کړې شي.

هغه وویل چې د سوریې د خلکو په غم او درد باندې باید سیاسي سوداګري ترسره نشي. هیڅوک باید ددې مسلې نه د خپلو سیاسي ګټو په خاطر کار وانخلي.



اړوند خبرونه