د سوريې په راتلونكې كې د بشار اسد ځاى نشته

د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير په سوريه كې د سياسي حل لارې په اړه يو ځل بيا د بشار اسد پر تګ ټينګار وكړ.

447911
د سوريې په راتلونكې كې د بشار اسد ځاى نشته


د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير په سوريه كې د سياسي حل لارې په اړه يو ځل بيا د بشار اسد پر تګ ټينګار وكړ. جبير پرون د خليج د همكارۍ د شورا په غونډه كې وويل چې د `` بشار اسد په هېواد كې د ۴۰۰ زره كسانو د وژنې او د ۱۲ ميليونه نورو د كډوالۍ اصلي لامل دى. د سوريې په سياسي راتلونكې كې د بشار اسد لپاره ځاى نشته دى. اسد به يا د سياسي حل لارې په پايله كې ځي او يا به هم د نظامي عملياتو په پايله كې ځي.``

عادل الجبير وويل چې `` پدې كې شك نشته دى چې بشار اسد به ځي. د سياسي حل لارې په پايله كې د نوموړي تګ له يوې خوا به دا بهير چټك كړي او د بله پلوه به په هېواد كې د روانې وينې مخه ونيول شي. ``

عادل د ايران سره د سعودي عربستان د ترينګلو اړيكو په اړه وويل `` د تهران لخوا د سعودي عربستان او د سيمې د هېوادونو په كورنيو چارو كې د مداخلې له امله اړيكې ترينګلي شوې دي. كه چېرې ايران خپلو مذهبي سياستونو ته د پاى ټكى كيږدي نو ددې هېواد سره به په اړيكو كې نوې پاڼه پرانيستل شي.``



اړوند خبرونه