د داعش د ۲۲ زره غړو لست
د انګلستان د سكاى نيوز په نامه خبري كانال ويلي دي چې د داعش د ترهګرې دلې د ۲۲ زره غړو په اړه يې د معلوماتو لست لاس ته راوړى دى.
447944
د انګلستان د سكاى نيوز په نامه خبري كانال ويلي دي چې د داعش د ترهګرې دلې د ۲۲ زره غړو په اړه يې د معلوماتو لست لاس ته راوړى دى. ددې خبري كانال لخوا په ترسره شوو څرګندونو كې راغلي دي چې پدې لېست كې د نړۍ د ۵۱ هېوادونو د اورپكو په اړه معلومات شامل دي.
په لست كې د اروپكو په اړه شخصي معلومات، د ټېلفون نمرې، د كورنيو سره يې د اړيكو د نيولو په موخه اړيكشمېرې او داسې نور معلومات ځاى لري.
سكاى نيوز تر اوسه پورې ددې لست د سرچينې په اړه د څه ويلو نه ډډه كړې ده خو ويل كيږي چې د يو اېس بي په واسطه دا معلومات د داعش د كورني امنيت د پوليسو نه غلا شوي دي.
په لست كې د انګلستان، امريكا او نورو لوېديځو هېوادونو په ګډون د ۵۱ هېوادونو نه د اورپكو نومونو شامل دي.
كيداى شي چې د انګلستان استخبارات د داعش سره د مبارزې په موخه ددې لست نه ګټه پورته كړي.