داعش د عراق د پوځ یو جګپوړی جنرال وواژه
د داعش ترهګرې ډلې د الانبار په ښار کې د عراق د پوځ په مرکز غبرګ ځانمرګي بریدونه وکړل
د عراق د الانبار په ښار کې په یو امنیتي مرکز غبرګ ځانمرګی بریدونه وشول.
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې د داعش ترهګرې ډلې د عراق د الانبار په ښار کې د پوځ په یو مرکز د غبرګو ځانمرګیو بریدونو سره لږ تر لږه ۳۹ تنه وژلي او ګڼ شمیر نور يي ټپیان کړي دي.
ویل کیږي په وژل شوو کسانو کې یو تن جګپوړی جنرال هم شتون لري.
د الانبار ولایت د امنیتي سرچینو د خبر له مخې دوو تنو ځانمرګیو برید کوونکو د سد حدیثه په سیمه کې د پوځ د یو مرکز ترڅنګ د ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچول. امنیتي سرچیني ویلي دي چې دا برید پداسې حال کې وشو چې د عراق پوځ د داعش سره په نښته کې ښکیل دی.
پدې برید کې د عراق د پوځ نامتو جنرال او د جزیرې او البدیه د عملیاتو مشر علي ابو اود ژوند د لاسه ورکړی دی . پدې برید کې د دوو تنو جګپوړو قومندانانو په ګډون ۳۹ تنه سرتیري وژل شوي دي.
د عراق پوځ د تیرې یوې میاشتې راهیسې د داعش پر خلاف د الانبار ښار د په کامله توګه د نیولو په خاطر پراخه عملیات پيل کړي دي. د یادولو وړ ده چې داعش ترهګرې ډلې د پلازمینې بغداد په سویل کې کې هم د جنازې په مراسمو ځانمرګی بریدو کړ چې له امله يي ۳۵ تنه مړه او ۵۵ تنه نور ټپیان کړل.
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.