د داعش مياشتنى حيراوونكى عايد

د انګلستان يو مالي شركت د داعش د ترهګرې ډلې د مياشتني عايد او سرچينو په اړه يو راپور خپور كړ.

403214
د داعش مياشتنى حيراوونكى عايد

په دې راپور كې راغلي دي چې د داعش د ترهګرې ډلې مياشتني عوايد شاوخوا ۸۰ ميليونه ډالره دي. ددې عوايدو ۵۰ سلنه يې هغه ماليې دي چې د خپل كنترول لاندې سيمو كې يې له خلكو ټولوي. سربېره پر دې داعش د نيول شوو سيمو نه د غنيمتونو او د خلكو د مالونو د ضبطولو له دركه هم د پام وړ عايد لري.
ددې راپور له مخې د داعش د مياشتنيو عايداتو ۴۳ سلنه بيا د نفتو او نورو موادو د پلورلو له دركه ده. دا ډله د نشه ايي توكو، تاريخي آثارو، برېښنا او چندې د ټولو له دركه هم پيسې ترلاسه كوي.
په راپور كې راغلي دي چې داعش د القاعدې د ډلې برعكس د بهرنيو چندو ټولولو ته لېواتيا نه لري او خپل مالي امكانات د سيمه ايزو زېرمو نه ترلاسه كوي.
پخوا د يو بل راپور له مخې څرګنده شوې وه چې داعش هره ورځ د ۳ ميليونو ډالرو په اندازه نفت پلوري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه