ايران د بشار اسد پرته سوريه نه مني

د ايران د ديني مشر خامنه ايي مشاور علي اكبر ولايتي له سوريې نه د ليدنې پر مهال وويل چې ايران په سوريه كې د بشار اسد له نظامي په سياسي او نظامي ډګر كې ملاتړ كوي.

401905
ايران د بشار اسد پرته سوريه نه مني

ولايتي زياته كړه چې `` اسد د ايران لپاره سره ليكه ده.``
ولايتي چې د ايران د دولتي ټلوېزيون سره خبرې كولې وويل چې `` كه چېرې د سوريې سره د ايران د اسلامي جمهوريت مرسته نه واى نو دې دولت به سقوط كړى وو.``
دا په داسې حال كې ده چې د سوريې د كړكېچ د اواري په موخه د اتريش په پلازمېنه ويانا كې خبرې اترې روانې دي. د امريكا، روسيې او تركيې په څېر هېوادونه ټينګار كوي چې د سوريې په راتلونكې كې بشار اسد ته ځاى نشته دى. خو ايران او روسيه بيا چې د بشار اسد اصلي متحدين بلل كيږي په سوريه كې د راتلونكي نظام د څرنګوالي په اړه بېل نظر لري.


پيوندونه:

اړوند خبرونه