داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا د وحشت نه ډکه ویدیو خپره کړه

داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا یوه زړه بوږنونکې د وحشت نه ډکه ویدیو خپره کړه.

401106
داعش ترهګرې ډلې یو ځل بیا د وحشت نه ډکه ویدیو خپره کړه

داعش ډلې دا ځل په یمن کې د انصارالله یا حوثيانو د ۲۵ تنو نیول شوو غړیو د وژنې ویدیو خپره کړه.
پدې خپره شوې ویدیو کې داعش ډلې نوموړي ۲۵ تنه حوثیان په څلورو جلا جلا ډولونو وژني.
په ویدیو کې ښکاري چې د نوموړو ۲۵ تنو نه ۶ تنه په یوې کښتئ چې چاودیدونکي توکي پکې ځای په ځای شوي دي کینول کیږي او کښتئ د اوبو په منځ کې الوزول کیږي.
همداشان د ۴ تنو په غاړه کې د هاوان توپ مرمئ ځوړول شوي دي چې د لرې سیمې نه د نښه ویشتونکو لخوا د هاوان مرمئ ویشتل کیږي او نوموړي کسان الوزول کیږي.
همداشان د پاتو کسانو نه د نهو تنو نه سرونه پرې کوي او ۶ تنه نور په یو بل ډول په بې رحمانه او وحشیانه توګه له منځه وړي.
د ویلو ده چې داعش ډلې یو ځل بیا د وحشت ویدیوګانو خپرولو ته زور ورته کړی دی.
داعش ډلې دوه ورځې د مخه هم د یو تن روسي وګړي نه د سر پرې کولو ویدیو خپره کړه.

 

 


پيوندونه:

اړوند خبرونه