په مصر کې یو ځل بیا په پولیسو خونړی برید وشو

په مصر کې په یو وسله وال برید کې ۴ تنه پولیس ووژل شول.

394469
په مصر کې یو ځل بیا په پولیسو خونړی برید وشو

د مصر د خبري رسنیو د خبر له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د پلازمینې قاهرې ترڅنګ د ګیزا په ښار کې د پولیسو په پوستې د برید له امله ۴ تنه پولیس ووژل شول.
ویل کیږي د برید د یو تن لخوا چې مخ يي پوخل شوی وو او په موټر سایکل سپور وو شوی دی . د برید کوونکی د برید نه وروسته په تیښته بریالی شوی دی .
د برید مسولیت تر اوسه پورې کومې ډلې یا شخص په غاړه ندی اخیستی .
د یادولو ده چې ۴ ورځې مخکې هم د مصر په شمال کې د سینا په ټاپووزمه کې په قاضیانو بمي برید وشو چې په پایله کې دوو تنو قاضیانو، ۴ تنو پولیسو او یو تن هم ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی.
د تیر برید مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی وو.


پيوندونه:

اړوند خبرونه