د روسيې د دويمې الوتكې د ويشتل كېدو ادعا

نن سهار د تركيې د هوايي ځواكونو لخوا د روسيې د جنګي جټ الوتكې د نسكورولو نه وروسته، ددې هېواد د يوې بلې الوتكې د ويشتل كېدو خبرونه خپاره شوي دي.

421721
د روسيې د دويمې الوتكې د ويشتل كېدو ادعا

د رويټرز د خبري اژانس د خبر په اساس د تركيې سره پولې ته څېرمه د سوريې په خاوره كې د روسيې يوه چورلكه وويشتل شوه. د خبر په اساس دا چورلكه د سوريې د مخالفينو لخوا د ټانك ضد توغندي باندې ويشتل شوې ده.
د بله پلوه په تركيه كې د DHA د خبري اژانس خبريال وايي چې په اسمان كې دوه شيان يې وليدل چې د اور د پنډوسكې په څېر د ځمكې خوا ته را روان ول.
روسي چارواكو څرګنده كړه چې د جنګي جټ الوتكو د پيلوټانو د ژغورنې په موخه په غرنۍ سيمه كې د روسيې ۵ چورلكو په تصفيوي عملياتو پيل كړى وو.
د پېښې په اړه نور جزييات به وروسته خپاره شي.


پيوندونه:

اړوند خبرونه