داعش یو ځل بیا د وحشت ډکه یو ویدیو خپره کړه
د داعش ډلې یو ځل بیا د یوې ویدیو په خپرولو سره د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ته ګواښ وکړ.
ویل کیږي داعش دا ویدیو لنډه موده د مخه د امریکا د ځانګړو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې د داعش په پر خلاف د ترسره کړو عملیاتو او د ۷۰ تنو کوردانو د ژغورنې نه وروسته او ددې عملیاتو د غچ اخیستو په خاطر خپره کړه.
پدې ویدیو کې ښکاري چې د داعش یو تن جنیګالی چې په امریکايي شیوې په انګلیسې ژبه خبرې کوي د ۴ تنو کوردي پیشمرګه سرتیرو نه سرونه غوڅوي.
د داعش جنګیالی چې مخ يي پوښل شوی دی او یواځې سترګې ښکاري امریکا ولسمشر باراک اوباما ته ګواښونه کوي او د غچ اخیستو نه یادونه کوي.
د ویلو ده چې د امریکا ځانګړو ځواکونو پدې عملیاتو کې د ۷۰ تنو کوردانو د ژغورنې نه سربیره نږدې ۲۰ تنه د داعش جنګیالي وژلي وو.
پدې عملیاتو کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو یو تن سرتیري هم ژوند د لاسه ورکړی وو
اړوند خبرونه
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز لوړې درجې تبې له امله د تداوۍ لاندې دی.
د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان بن عبدالعزیز د سږو د ناروغۍ له امله د انټي بیوټیک درملنه پيل کړې ده.